د هرات ولایت امنیتي مسوولین وایي د هرات ولایت منارونو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر موټر د ډزو له امله د ملي اردو ۳ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي د پیښې له ځایه ۷ تنه چې ۳ یې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي روغتون ته ور وړل شوي او له هغه ځایه د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته لیږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه هم د هرات پل مالان امنیتي پوستې ته نږدې د چاودنې له امله ۶ پولیس ټپیان شول او تر دې یوه میاشت مخکې د لومړنۍ پیښې سیمه کې د ملي اردو پر سرتیرو د برید له امله یو سرتیری ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول.