د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۵ تنه نور تازه پر یاد ویروس اخته شوي دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه ۲۰۵ تنه بیرته رغیدلي دي.
د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۴ زره او ۴۰۳ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۶۳ تنه مړه شوي او ۴۶ زره او ۷۵۹ نور بیرته رغیدلي دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي وو چې هیواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې خپریدو کموالی موندلی.