فراه کې له چاودیدونکو توکو بار موټر نیول

فراه کې له چاودیدونکو توکو بار موټر نیول


  • 1 کال دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 424

د فراه ولایت امنیتي مسوولین وایي نن سهار یې له چاودیدونکو توکو بار یو موټر چې له ایران څخه افغانستان ته دننه شوی وو نیولی.

د مسوولینو په وینا دغه چاودیدونکي توکي له ایران څخه د اوړو په ۷۰ بوریو کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو او کله چې غوښتل افغانستان ته یې دننه کړي د افغان سرحدي ځواکونو له خوا کشف او ونیول شو.

د سرچینې په وینا د پیښې په تړاو یو تن نیول شوی او دمګړۍ تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دی.

تر دې دې مخکې هم له ایران څخه افغانستان ته چاودیدونکي توکي را لیږدول شوي وو چې د سرحدي ځواکونو له خوا کشف او نشول شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه چاودیدونکي توکي د چا له خوا او د څه لپاره له ایران څخه افغانستان ته لیږدول کیدل.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ایران په افغانستان په ځانګړې توګه لویدیځ ولایتونو کې له طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.