ایران وایي، که امریکا بیرته تړون ته راوګرځي دوی خپلو تعهداتو ته ژمن دي.

ایران وایي، که امریکا بیرته تړون ته راوګرځي دوی خپلو تعهداتو ته ژمن دي.


  • 3 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 125

 

 

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، ټرمپ سیاستمدار نه وو.

 روحاني ویلي، که د امریکا نوی حکومت بېرته تړون ته راوګرځي دوی هم تعهداتو ته ژمن دي. نوموړي ویلي، ټرمپ په سیاست نه پوهیده، خو بایډن ته تمې شته، چې له ایران سره د دیپلوماتیکو لارو مخکې لاړ شي.

روحاني ویلي، پر ایران هره بده پیښه د امریکا له لوري وه او علت یې دا وه، چې ټرمپ ټولې پریکړې د عقدې له مخې کولې.

حسن روحاني ویلي، د ایران امنیت د سیمې امنیت دی او بایډن باید دې ټکي ته پام وکړي، هغه ویلي بایډن یو هوښیار سیاستمدار دی او تمې شته، چې ایران سره به ښې اړیکې وپالي.