د افغانستان او ایرلنډ د لوبې په اړه

د افغانستان او ایرلنډ د لوبې په اړه


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • جعفر هاند
  • 1165

افغانستان د کروناویروس له قرنطین وروسته په لومړي ځل سبا پنجشنبه جنوري ۲۱ له ایرلنډ سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه کوي. دا لوبې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د ورتلو لپاره کیږي؛ مهمې دي. هر بری یې ۱۰ نومرې لري. مساوي او لغوه کېدو سره هرې لوبډلې ته ۵-۵ نومرې ورکول کیږي. 

افغانستان د تېرکال د مارچ له میاشتې راهېسې هېڅ یوه نړیواله لوبه نه ده کړې. ایرلنډ له انګلنډ او اوس تازه له اماراتو سره سیالۍ وکړې. له اماراتو سره یې دوې لوبې وکړې، اوله یې وبایلله او دویمه یې وګټله.

په وروستۍ لوبه کې د ایرلنډ دوو لوبغاړو کامپفیر او سیمي سنګ ښه لوبه وکړه، دوې دواړه الراونډران دي. ایرلنډ تېرکال په هند کې افغانستان سره یو سیریز مساوي کړ او تېر وخت کې یې هم افغانستان ته ماتې ورکړې. د ایرلنډ تر ټولو مجرب بیټسمینان سټرلېنګ،‌ اوبراین او بال برني دي‌ او دوی له افغانستان سره ډېرې لوبې کړي. ورسره نوي ځوانان مکولم، کامفير او مارک هم شته او نور باولینګ الراونډران لري. د ایرلنډ باولینګ هم بد نه دی،‌ خو ډېر فوق العاده نه دی، د ایرلنډ فېلډېنګ ښه دی. 

د افغانستان قوت په باولینګ کې دی او هغه هم سپین باولینګ کې. افغانستان کوربه هم دی. د راشد، نبي او مجیب موجودیت پر ایرلنډ یو لوی رواني فشار دی. ایرلنډ سپین بالران ښه نشي لوبولی، په اسیايي پیچونو کې خو یې بیخي ښه نشي لوبولی. د افغانستان د بېټېنګ ډېره تکیه به پر ګربز/جاوید/عثمان، حشمت او رحمت وي چې ورسره نجیب، اصغر، نبي او ګلبدین/عظمت هم شته. شاید افغان روزونکی او کپتان د نوین، شیرزاد او یمین ترمنځ یو انتخاب کړي. په دې حساب به افغان لوبډله دوه فسټ بالران او درې سپین بالران ولوبوي. اصغر به تر یو ډول فشار لاندې ځکه وي چې غواړي دا مهمې لوبې وګټي. زه فکر کوم چې شاید ډېره تکیه په مجربو لوبغاړو وکړي او همدوی ته چانس ورکړي، که دوې اولې لوبې یې وګټلې ممکن په درېیمه لوبه کې نوې څېرې هم وازمايي، که جراات وکړي. زما په نظر، افغانستان په دغو لوب کې پر ایرلنډ برلاسی دی خو کرکټ کې هېڅوک هم د بري ضمانت نشي کولی. د افغانستان د بري په هیله.

په تصویر کې د هغو تلویزونونو نومونه شته چې دا لوبې ښيي.