له چیلنجونو سره سره، افغان لوبډلې  ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.

له چیلنجونو سره سره، افغان لوبډلې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (21/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1445

د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه نن په اماراتو کې ترسره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په بیټینګ کې د رحمان الله ګربز د ۱۲۷ او راشد خان د ۵۵ منډو پرمټ یې ایرلینډ ته د ۹ لوبغاړو په زیان د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

ایرلینډۍ لوبډله د یاد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۱ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا راشد او مجیب الرحمن دوه، دوه لوبغاړي، ګلبدین نایب او محمد نبي یو، یو لوبغاړی او نوین الحق تر نورو ډېر درې لوبغاړې وسوځول.

باید یاده شي، چې رحمان الله ګربز په یاده لوبه کې د سلیزې په جوړولو سره، د یو ورځنیو سیالیو په تاریخ کې ۱۶م لوبغاړی شو، چې په لومړۍ سیالۍ کې سلیزه جوړوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ به پاتې دوه نورې لوبې د همدې میاشتې په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په اماراتو کې ترسره شي.