بهرنیو چارو وزارت وایي ډير ژر به د افغان سولې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو او مفتیانو کنفرانس جوړ شي.
بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه څرګندونې د اسلامي نړۍ د اړیکو رییس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسي د عربستان پلازمینه ریاض کې د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړي.
شیخ العیسی ژمنه کړې چې د اسلامي نړۍ د بانفوذه مفکرینو، پوهانو او مفتیانو په ګډون به په یو لوی مذهبي او تاریخي کنفرانس کې د افغانستان کړکېچ ته له دیني لید لوري د حل اساسي لاره ولټوي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کنفرانس څه وخت او چیرته جوړېږي خو العیسی ټینګار کړی چې دا کنفرانس باید تاريخي او برخلیک ټاکونکې پایلې ولري.