فبرورۍ کې افغان ژباړونکو ته د امریکا د ویزې پیل

فبرورۍ کې افغان ژباړونکو ته د امریکا د ویزې پیل


  • 3 کاله دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1195

کابل کې د امریکا سفارت وایي ډیر ژر به امریکا متحده ایالتونو ته د تګ لپاره هغو افغانانو ته د کډوالۍ زرګونه ځانګړې ویزې پیل کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نوم نه ښودولو په شرط د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په کابل کې د امریکا سفارت به د روان کال له فبرورۍ څخه ددغو ویزو له غوښتونکو سره مرکې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې له امریکایي ځواکونو سره همکارو افغانانو ته له ۷ زره زیاتې ویزې په پام کې نیول شوې وې خو تر اوسه نه دي صادرې شي.

افغان وګړو ته د امریکا ویزې د تیر کال له مارچ میاشتې راهیسې د کرونا ویروس د خپریدو له امله بندې شوې وې.