لوګر کې پولیسو  ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل

لوګر کې پولیسو ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل


  • 3 کاله دمخه (22/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1261

د لوګر امنیتي مسوولین وایي افغان ځواکونو د مرکز اړوند بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد ۴ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي.

د لوګر امنیه قومانداني وایي وسله والو طالبانو د مرکز اړوند عمراباد پر لویې لارې څلور کړۍ د وسايط ضد ماينونه خښ کړي وو چې تر چاودنې مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ورستي رپوټ له مخې په تیرو درې ورځو کې ۴۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ډیرې هغې عوامل د سړک غاړې مانیونو چاودنې او هدفي وژنې بلل شوي.

په ورته مهال امنيه قومانداني وايي چې نن وسله والو طالبانو د مرکز اړوند خواجه اکبر کلا سیمه کې لس تنه غله نیولي.