جو بایډن زلمی خلیلزاد پر خپله دنده پریږدي

جو بایډن زلمی خلیلزاد پر خپله دنده پریږدي


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1110

سي ان ان ټلویزیوني شبکې د درې سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغانستان د سولې برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپله دنده پریږدي.

زلمی خلیلزاد له څه باندې دوه کلونو راهیسې د افغانستان د سولې برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده پر مخ وړي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه یې په قطر کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بایډن نومول شوي وزیر انتوني بلینکن ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه بیا ارزوي چې په کومو موضوعاتو خبرې شوي.

د یادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د دوحې هوکړه لیک ځینې برخې مبهمې بللي او لومړي مرستیال یې امرالله صالح ویلي چې د دوحې په تړون کې طالبانو ته ډير امتیازات ورکړل شوي.