د ملي دفاع وزارت په بغلان کې د یو موټر بم برید د مخنیوي خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت په بغلان کې د یو موټر بم برید د مخنیوي خبر ورکوي.


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1276

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېر مازدیګر بغلان کې د یو موټر بم برید مخنیوی شوی دی.

 

وزارت وایي، چې تېر مازدیګر وسله والو طالبانو د بغلان ولایت په "سمنټ خونې" تپه سیمه کې پلان درلود چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزونو برید ترسره کړي.

 

یاد وزارت زیاتوي، چې د یاد برید مخنیوی د ۲۱۷ پامیر قول اردو دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري تر پېژندنې وروسته شوی او هدف ته تر رسېدو وړاندې موټر بم برید یې خنثی کړی دی.

 

وزارت وایي، چې د موټر بم برید سربېره یې موټر چلوونکی وژل شوی او د چاودیدونکو توکو ډک موټر کشف او خنثی شوی دی.

 

خو لا هم وسله وال لوري په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

بغلان د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې ډېر کله ترې د جګړې او د بریدونو خبرونه کم تر سترګو کېږي.