کندهار کي ۳۳۳ کورنیو سره مرسته وشوه

کندهار کي ۳۳۳ کورنیو سره مرسته وشوه


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1097

د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لخوا د وروستیو جګړو له امله د ارغنداب ولسوالۍ له ۳۳۳ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دې مرستو کي هري کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، څوارلس کیلو وریجي، درې کیلو بوره، درې کیلو لوبیا، یو کیلو شین چای، دوه کیلو مالګه، پنځه لېټره غوړي او یوه دانه کمپله ووېشل شول.

د وروستیو جګړو له امله په کور دننه بې ځایه شویو او ځپل شویو کورنیو سره د مرستو او د هغوي د سروې پروسه روانه ده او ټولو اړمنو کورنیو ته به مرستي ورسېږي.