کابل کې ماین چاودنې یو تن وواژه او ۲ نور ټپيان دي

کابل کې ماین چاودنې یو تن وواژه او ۲ نور ټپيان دي


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1172

د کابل امنیه قومانداني وایي نن سهار د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه شهید سیمه کې د افغانستان بانک اړوند د منازعاتو د حل کمیسیون د رییس پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا په دغه پیښه کې د افغانستان بانک د منازعاتو د حل کمیسیون د رییس په ګډون دوه تنه ټپیان شوي او د نوموړي یو ساتونکی وژل شوی دي.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې د هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې او هیوادوال د یاد وضعیت په تړاو اندیښمن دي.