ننګرهار کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ننګرهار کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1240

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، وایي چې د یاد وزارت وزیر ډاکټر انوارالحق ننګرهار ته د خپل سفر په پایله کې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

 

د یاد وزارت وزیر ښاغلی احدي وایي، چې "دغه شنې خونې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

ښاغلی احدي زیاتوي، چې د یادو شنو خونو د جوړولو ۸۵ سلنه مالي لګښت د کرنې وزارت او ۱۵ سلنه یې د"CLAP"، د "CBARD" او د "SNaPP2" د پروژو له لوري د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې شوې دي.

 

دا په داسې حال کې ده، یاد وزرات تېره ورځ هم د هلمند ولایت مرکز په ګډون د ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو بزګرانو ته ۱۶۶ بابه شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.