د کابل پولیس وایي د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې یې د نجیب الله په نوم یو کس د مور او خور د سرو زرو د غلا په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا دغه کس د خپلې مور او خور د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت سره زره غلا کړي وو چې د پولیسو له خوا ونیول شوي او نوموړي په خپل جرم هم اعتراف کړی دی.
پولیس وایي له یاد کس څخه نیول شوي سره زره یې د کورنۍ غړو ته سپارل شوي او له غله څخه څیړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې کابل ښار کې ورته غلاوې زیاتې شوي او خلک یې هم اندیښمن کړي دي.