یاد وزارت وزارت وایي، چې په هېواد کې په کرونا ویروس ۷۷ تنه نور اخته شوي دي، په همدې موده کې بیا یاد ویروس د ۸ تنو ژوند اخیستی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، چې په هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۷۲ تنو رسېږي.
وزارت زیاتوي، چې له کرونا ویروس څخه په همدې موده کې ۳۵۵ کسان رغېدلي دي.
د وزارت د وروستیو معلوماتو پر اساس، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د دغه ویروس څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۳۸۶ تنو ته رسېدلی دی او د بېرته رغېدلیو شمېر بیا ۴۷ زره او ۲۹۸ تنو ته رسېږي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین هېواد په اوهان ښار کې رامنځته شو او له هغه ځایه بیا د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېد او هلته یې د ګڼو وګړو ژوند اخیستی دی.
کرونا ویروس لا هم یو جدي ګواښ دی او که هېوادوال د روغتیا وزارت سپارښتنې عملي نه کړي، نو د کرونا دوهمه څپه به هېواد کې پراختیا ومومي.