افغان لوبډلې په دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې هم د ایرلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې هم د ایرلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1510

د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه نن په اماراتو کې ترسره شوه.


د لوبې پچه ایرلېنډ لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په بیټینګ کې پال سټرلینګ په ۱۳۲ توپونو ۱۲۸ منډې او کرټس کمپر په ۵۲ توپونو ۴۷ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۲۶۰ منډې هدف وټاکه.


افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په توپیر سره یاد هدف په ۴۴ اورونو کې ترلاسه کړ او دوهمه پنځوس اوريزه لوبه یې هم په خپلې بریا پای ته ورسوله.

 

د افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو ۱۰۳ ناسوځېدلې او حشمت الله شاهدي په ۱۰۰ توپونو ۸۲ منډې وکړې، چې د دوی پر مټ یې وشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي.


په توپ اچونه کې بیا نوین الحق د ۱۰ اورونو په ترسره کولو سره ۴۲ منډې ورکړې ۴ لوبغاړي یې وسوځول، مجیب الرحمان ۳ لوبغاړي، ګلبدین نایب یو او راشد خان هم یوه لوبغاړی وسوځاوه.


د یادونې وړ ده، چې رحمت شاه په یاده لوبه کې د سلیزې په جوړولو سره، په یو ورځنیو سیالیو کې خپله ۵مه سلیزه هم پوره کړه او د لوبې دوهم غوره لوبغاړی شو.


د دواړو هیوادونو ترمنځ به پاتې یوه لوبه د همدې میاشتې په ۲۶مه نېټه په اماراتو کې ترسره شي.