بهرنیو چارو وزارت وایي د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه ۲۱ افغان وکړي خوشې شوي.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي هغه ۲۱ افغان وګړي چې د دبۍ په زندانونو کې بندیان وو په یاد هیواد کې د افغانستان د کنسولګرۍ په هڅو او د اماراتو د عدلي او قضايي همکاریو په لړ کې له زندانونو خوشې شوي.
د خبرپاڼې له مخې دغه کسان هیواد ته ستانه شوي.
د معلوماتو له مخې په تیرو څو میاشتو کې ۲۱۰ تنه افغان وګړي د دبۍ له زندانونو خوشې او هیواد ته ستانه شوي دي.