بلخ ولایت کې د ۱۶ وسله والو طالبانو وژل کیدل

بلخ ولایت کې د ۱۶ وسله والو طالبانو وژل کیدل


  • 2 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 82

ملي دفاع وزارت وایي بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي تېره شپه وسله والو طالبانو د بلخ  ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید تکل درلود خو هدف ته له رسیدو مخکې د افغانو ځواکونو له خوا په نښه شول چې له امله یې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

داپه داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د بلخ  ولایت شولګرې ولسوالۍ خاکباد او ناقلین سیمو کې طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې یې ۵ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.