له هیواده د افغان خبریالانو پر وتلو اندیښنه

له هیواده د افغان خبریالانو پر وتلو اندیښنه


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1026

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وایي په هیواد کې د امنیتي ستونزو له امله ګڼ شمیر افغان خبریالان له هیواده وتلي او یادې ادارې پر امنیتي ارګانونو غږ کړی چې امنیت ټینګ کړي څو خبریالان له هیواده بهر ته ولاړ نه شي.

نی له هیواد څخه د خبریالانو د وتلو لامل د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ارګانونو پاتې راتلل بولي او وایي په تیرو څو میاشتو کې په کابل، هلمند، غزني، ننګرهار او غور د رسنیو ۱۰ کارکوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ددغو بریدونو مسوولیت هیڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

نی وايي، که دغه لړۍ دوام ومومي په هیواد کې به د بیان ازادي ته لوی زیان ورسیږي.