د ولسي جرګې یو پلاوی چې د هرات ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره یاد ولایت ته تللی وو وایي د هرات ولایت په نا امنیو کې یو شمیر چارواکي، وسله وال مخالفین او ایران لاس لري.
د یاد پلاوي مشر عبدالستار حسیني وایي د هرات په نا امنیو کې ایران لاس لري او په وینا یې دغه هیواد د هرات په ځینې ولسوالیو کې پیسې او وسلې ویشي او په دې اړه اسناد هم لري او که د ایران سفارت یې وغواړي چمتو دی ورته وې سپاري.
نوموړی دغه راز وایي د هران امنیه قوماندان هم په فساد ککړ دی او د یاد ولایت د امنیت ټینګولو وړتیا نه لري او زیاتوي چې د هرات امنیه قوماند په اونۍ کې په عمومي ډول له میرداوود دروازې، د اسلام کلا له ګمرک، لویې لارې او شیله سفید جومات څخه نږدې ۴ میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي او د هرات ښار ځینې حوزې یې هم د پیسو په بدل کې پلورلي دی.
یاد پلاوی وایي د هرات امنیه قوماندان ورته ویلي چې د امنیت شورا په لارښونه د ګمرک په چارو کې مداخله کوي.
هغوي دغه راز د هرات ولایتي شورا رییس هم د هرات ولایت په نا امنیو کې په لاس لرلو تورنوي او وایي چې نوموړی ایران ته د چشت شریف د ډبرو او دغه راز له ایران څخه هرات ته د غیر قانوني درملو او تیلو په قاچاق کې لاس لري.