کندهار کې ۱۵۰ کورنیو ته بریښنا ورکړل شوه.

کندهار کې ۱۵۰ کورنیو ته بریښنا ورکړل شوه.


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • عارف سمیر
  • 1293

کندهار کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنا د تولید شبکه جوړه شوه.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون په چوکاټ کې د بریښنا د تولید یوه شبکه جوړه شوه. د معلوماتو له مخې په یادې شبکې څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ۱۷،۴۱ کیلو واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۱۴۸ کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

له کندهار څخه د لمریزې بریښنا خبر په داسې وخت کې خپریږي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان بریښنا شرکت له ازبکستان سره د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د صادرولو تړون کړی وو.