نامعلومه وسله والو ۸ پاکستاني سرتیري وژلي.

نامعلومه وسله والو ۸ پاکستاني سرتیري وژلي.


  • 3 مياشتي دمخه (25/01/2021)
  • عارف سمیر
  • 151

ډیورنډ کرښې ته نیږدې وسله والو کسانو ۸ پاکستاني پوځیان وژلي.

د راپورونو وایي، د کویټې د چمن په اڅکزیو توبه سیمه کې نن ماښام وسله والو کسان د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی، چې ۸ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

پاکستاني پوځ هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې نن ماښام یې په چمن کې ۸ پوځیان وژل شوی دي، خو تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤولیت نه دی منلی.

د پاکستان په بلوجستان ایالت کې ډير کله، بلوڅ بیلتون پال، پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۶ پوځیان وژلي وو.