له ایرلینډ څخه د سبانۍ لوبې ګټل ولې مهم دي.

له ایرلینډ څخه د سبانۍ لوبې ګټل ولې مهم دي.


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • 1446

د سوپر لیګ لوبې:

لیکوال: جعفر هاند

له ایرلنډ سره د سبانۍ لوبې په اړه یوازینۍ هیله د ګټلو ده. په لوبډلې او بېټېنګ ارډر کې د هېڅ‌ تغیر او تبدیل ضرورت نه لیدل کیږي. ډاډه یم چې رحمت او حشمت به له پرونۍ لوبې وروسته په ځان او خپل استعداد نور هم مطمین شوی وي او درېیمې لوبې ته به ډاډه ورځي. د همداسې یو بل بېټېنګ د لېدو په هیله.

 

له ایرلنډ څخه د درېیمې لوبې ګټل ولې مهم دي؟

دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې «سوپر لیګ» سیالیو پیل دی. په سوپر لیګ کې د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوالې شورا ۱۲ بشپړ غړي هېوادونه او هالنډ له یو بل سره مخامخ دي او په پای کې به یې د سر اوه لوبډلې نړیوال جام ته وځي. هند د ۲۰۲۳نړیوال جام کوربه دی او وار د مخه نړیوال جام کې دی. له هند پرته دا ۱۲ نور ټیمونه هڅه کوي چې د ۲۰۲۰ ترنیمايي پورې ډاډه شي چې د سوپر لیګ سیالیو په درجه بندۍ کې په اتو غوره هېوادونو کې راشي- اسانه خبره نه ده!

 

لوبډلې څنګه نړیوال جام ته ځي؟

په سوپر لیګ کې هر بری ۱۰ نومرې لري، مساوي لوبه او د تخنیکي او قانع کوونکو ستونزو له کبله د لوبې د لغوه کېدو په صورت کې هره لوبډله ۵-۵ نومرې اخلي. په دې حساب هر هېواد چې ډېرې نومرې واخیستې د جدول په سر کې راځي.

 

 افغانستان او نړیوال جام ته لار؟

افغانستان ټولې شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که لږ تر لږه یې ۱۴ وګټلې شاید نړیوال جام ته ووځي.

پر ایرلنډ سربېره زمبابوې او هالنډ هغه ټیمونه دي چې افغانستان به ورسره لوبېږي.‌ 

افغانستان ښه فرصت لري چې له ایرلنډ، زمبابوې او هالنډ څخه درې-درې لوبې وګټي او پوره نومرې واخلي، ان شاءالله چې دا کار به شوي.

بنګله دېش او سریلانکا هم داسې لوبډلې دي چې افغانستان  یې ټارکټ کولی شي او د مخالفو لوبډلو په وړو وړو تېروتنو او افغانستان په قوي پلانېنګ سره له دوی هم که پوره نومرې وانخیستل شي، ۲۰-۲۰ ښايي واخیستل شي.  خدای دې وکړي- زه مثبت فکر کوم.

د پاکستان او هند سره به سیالۍ اسانې نه وي،‌ که څه هم دا لوبې په اسیايي پچونو کې کیږي او افغانستان د سپن باولینګ په مټ اسیا کې ښه ځلېدلی شي، خو هم یې بېټېنګ کمزوری دی او هم مخالف ټیمونه غښتلي دي. توکل په خدای.

ویسټ انډیز پر بنګله دېش تازه درې واړه لوبې وبایللې او موږ هم ترې په تېر وخت کې ګټلي دي. وګورو چې بخت مو بیا کار کوي که نه؟

 

د افغانستان بېټېنګ

د ګربز، رحمت، حشمت او نجیب په موجودیت کې موږ یو بل بیتسمین ته هم ضرورت لرو. ښه نظر دا دی چې ابراهم ځدراڼ راوستل شي او له ګربز سره دې اوپنېنګ وکړي، هغه ځوان هم دی او ښه بیتسمین هم دی او موږ هم آینده ته ګورو، دوی دواړه د ۱۹کلنو په ټیم کې هم اوپنېنګ کاوه او ښه جوړه وه. 

که داسې ونشي، بیا نو د اکرام علي خیل د راوستلو په اړه دې جدي فکر وشي، اکرام بل هغه لوبغاړی دی چې غټ انېنګز لوبولی شي او  زموږ بېټېنګ ورسره ډېر قوي کېدای شي، خو پوښتنه دا ده چې د چا پر ځای؟

موږ له حمید او تر یوې اندازې له دولت ځدراڼ وروسته بل داسې فسټ باولر نلرو چې تر ۱۴۰ ورپورته یې د باولینګ سرعت وي. دا مهال نوین الحق موږ ته په فسټ باولینګ کې نسبتآ ښه رول ادا کوي.‌ نوین الحق وایرشنز لري او د ضرورت په وخت کې ویکټې هم اخلي. 

خو په فضل حق باندې هم که سرمایه ګزاري او اعتبار وشي، هغه ځوان دې او موږ تر ۲۰۲۳ پورې ډېر وخت لرو، یو کس نه بلکې ډېر لوبغاړي تر هغه وخت پورې اماده کولی شو.

افغان لوبډله دوو او یا لږ تر لږه یو داسې فسټ یا مېډیم فسټ باولینګ الراونډر ته ضرورت لري چې هم ښه باولینګ وکړي او هم ښه بېټېنګ وکړي. تر ۲۰۲۳ پورې لا وخت زیات دی. 

البته دلته د کپتان مسئله هم مهمه ده، ایا اصغر افغان به د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې هم د افغانستان کپتان وي؟ کرکټ بورډ شاید او باید په دې اړه فکر وکړي. 

 

که افغانستان په سوپر لیګ کې نړیوال جام ته مخامخ لار ونکړي، بیا هماغه بله زړه لار ده چې افغانستان پرې په ۲۰۱۷ کې په زمبابوې کې تېر شو. هغه پیچلې او له کړکیچونو ډکه لار یادوم!