دشورویانو د یرغل او د جهاد پر مهال به چې کله مجاهدینو د خلکو له کلیو او کورونو او ان جوماتونو څخه پر حکومتي او بهرنیو ځواکونو ډزې کولې ، نو حکومتي ځواکونه به له سختو ننګونو سره مخ وو، که کلي یې ویشتل ، کورونو او ولسي خلکو ته زیان رسېده او که نه یې ویشتل د مخالفینو تر یرغل لاندې راتلل او زیات زیان ورته رسېده . مجاهدینو به تر یو څو هدفي او بې هدفه ډزو وروسته له کلیو پښې سپکې کړې ، خو حکومتي ځواکونو به کلي پر بل مخ واړول . اوس مهال بیا د شوریانو ځای امریکایانو ونیو ، د ډاکتر نجیب د حکومت ځای د ډاکټر غني حکومت ونیو او د مجاهدینو میراث بیا طالبانو ته پاتې شو ، خو ملت ، د هغه جغرافیه ، د جنګ د اصلي خواوو عملونه او ملت ته یې متوجه زیانونه پر هماغه بڼه او کیفیت پاتې دي. اوس لا په کې د جمهوریت په نامه یو بله مصنوعي او اومغلنه ډله بله هم زیاته شوې ، چې د نظام او جمهوریت په نامه د جمهوریت له ادرسه پر خلکو ډزې کوي ، دوی لکه د چریکي جنګیالیو په څېر چې کلي به یې یرغمل کول ، دوی اوس ټول نظام ، ولس او جمهوریت یرغمل کړی دی. د جمهوریت تر شا پټ دي، له هغه ځایه د جمهوریت او ولس پر ضد ډزې کوي ، هر با شعوره افغان چې د دې مفسدې ډلې پر ضد غږ پورته کړي ، نو د حکومتي امکاناتو په ناوړه کارونې سره په ټولیزو رسنیو کې پلورل شوي غږونه راپورته کړي ، چې هلئ نظام په خطر کې دی ، هلئ جمهوریت په خطر کې دی، ولې جمهوریت تخریبوئ ؟ ولې نظام ړنګوئ ؟؟ دوی هماغه جمهوریت یادوي چې محقق په کې د مفکر مشاور وي ، دوستم په کې د نړۍ د دویم مفکر په لاسلیک مارشال وي ، قومندان عطا او نور نازولي په کې د قدرت د شرکت ونډوال وي. نظار شورا او د هغوی لنډغر په کې د واک محور وي، یو څو ټامیان یې د ولسواکۍ ممثلین وي ، بي بي ګل او څو نور لبنانپالي یې بې دلیله ، بې بدیله او بې مسولیته واکمنان وي ، خو چا چې ځلوېښت کاله د ولس پر هر درد اوښکې تویې کړي وي ، هغه دې د ملتپالنې په تور له تومتونو او کړاوونو سره مخ وي. هغه جمهوریت چې فساد ، دروغ ، هوايي ژمنې او لوټ او تالان یې اساسي ځانګړنې وي ، هغه به د څه شي جمهوریت وي ، بده خو یې لا دا ده چې د همداسې یو جمهوریت او همداسې یو مبتذل حالت له ادرسه بیا پر ولس او د هغوی پر ارزښتو ډزې هم کېږي او په ډېره بې شرمۍ سره بیا ولس ته د ملامتۍ ګوته هم نیول کېږي. اوس نو غمځپلي ملت او د هغو رښتینو استازو ته خورا ګرانه ده چې دلته په سپینو شیدو کې دا ګډې شوې اوبه سره جلا کړي ، منافقین له صادقو وګړو بېل او مفسدین هم په ډېر مهارت سره ایل کړي. په دې منځ کې بیا بل خطرناکه ویروس هغه غوړه مالان دي چې له منطقي دلیل پرته د مفسدو او پردیپالو چارواکو هرې اشتباه ، خطا او ناروا کړنې ته دلایل لټوي ، د غوړه مالانو افراط کله تر دې بریده ورسېږي چې اصلي مدعي له خپلې خبرې او دعوې تېر شي ؛ خپله اشتباه او خطا هم ومني ، خو دوی به بیا هم د هغوی سپیناوي ته ملا تړلې وي ، نو موږ په دغسې یوه پلیته زمانه کې ژوند کوو ، نو راتلونکی نسل دې له موږه ډېره ګیله نه کوي چې موږ هغوی ته لاره صفا نه کړه او ډېر اغزي مو ورته له لارې ټول نه کړای شول.