د ملي دفاع وزارت (۱۳۹۹ د سلواغې ۷مه) وایي، چې په زابل ولایت کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وزارت وایي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو پلان درلود، چې ددې ولایت په "ارغنداب" ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید ترسره کړي.
دغه وزارت وایي، چې دغه ډله وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په نښه کړای شوي، چې د هوایي قواوو په همکارۍ یې په پایله کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خو لا هم وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بلخوا یاد وزارت تېره ورځ هم په بدخشان ولایت کې د ۲۱ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی و.
ملي دفاع وزارت تېره ورځ په یوه خبره کړې خبر پاڼه کې ویلي وو، چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ په "بازارک او سنګر ارچیک" اړوند سیمو کې په افغان امینتي ځواکونو د برید ترسره کولو پلان درلود.
د وزارت خبر پاڼې زیاته کړې وه، چې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ دغه ډله وسله وال په نښه کړي وو، چې په پایله کې یې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي وو او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
د دغه برید په تړاو هم وسله والو کوم غبرګون نه دی ښودلی.