د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی او باید ضایع نشي.

د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی او باید ضایع نشي.


  • 3 کاله دمخه (26/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1049

روان مذاکرات د جګړې د ختمېدو لپاره یو مهم فرصت دی.

افغانستان په اوسني وخت کې، په تاریخي لحاظ یو مهم پړاو کې دی او د سولې پر سر روانو خبرو په دغه هېواد کې  د څو لسیزو جګړو د ختمولو لپاره یو مهم فرصت رامنځته کړی.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اوږدې جګړې دغه هېواد ته خورا مالي او ځاني زیانونه ورسول او اوس ددې وخت دی، چې افغانان د خبرو له لارې یوې دایمي سولې ته ورسیږي.

 

په سیاسي چارو کې د دې سازمان مرستیاله روزماري ډیکارلو وايي، که څه هم افغانستان ته د سولې لپاره یو مهم فرصت په لاس ورغلی، خو بیا هم د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د دې هېواد د کړکېچن وضعیت ښکارندويي کوي.

نوموړې ویلي، ملګري ملتونه په ټول توان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته رسېدو کې مرسته وکړي.

یاد سازمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ اروپايي ټولنې هم سولې ته د رسېدو لپاره د ریښتینو خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

بل پلو بیا اندیښنې دا دي چې که اوربند ونشي او جګړه شدت پیدا کړي، نو ښایي د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع شي.