افغان لوبډلې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې هم ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې هم ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (26/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1648

د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ پنځوس اوریزه سیالي نن په اماراتو کې ترسره شوه.

 

د لوبې پچه ایرلېنډ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې لپاره یې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلېنډۍ لوبډلې ته ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.

 

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان لوبډلې لپاره راشد خان ۴۸، اصغر افغان ۴۱، ګل بدین نایب ۳۶، محمد نبي ۳۲ او رحمان الله ګربز ۲۲ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې ترلاسه کړې.

 

همدارنګه په توپ اچونه کې راشد خان ۴، مجیب الرحمن ۲، نوین الحق ۱ او محمد نبي هم ۱ لوبغاړي وسوځول.

 

ایرلېنډ لوبډله د ټاکل شوي هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۴۷ اورنو کې ۲۳۰ منډې جوړې کړې او د وروستۍ درېیمه نړواله یو ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه یې کې یې هم له افغان لوبډلې ماتې وخوړه.

 

د ایرلېنډ لوبډلې ته په توپ وهنه کې پاول سټرلینګ ۱۱۸، هېري ټکټر ۲۴، سیمي سنګ ۲۰ او لارکن ټکر ۲۲ منډې جوړې کړې.

 

همدارنګه په توپ اچونه کې کریګ ینګ ۳، سیمي سنګ ۳، انډي مکبرن ۱، هېري ۱ او جوش لېټل هم یو لوبغاړي وسوځول.

 

باید یاده شي، چې افغان لوبډله تر دې وروسته د زمبابې لوبډلې سره سیالي کوي، چې پاکستان یې وړاندې تر وړاندې کوربه توب ته زړه ښه کړی.