ملي دفاع وزارت (۱۳۹۹ سواغې ۸مه نېټه) وایي چې په بلخ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي فاع وزارت وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید ترسره کړي.
دغه وزارت وایي، چې یاد وسله وال طالبان د کمانډو ځواکونو له لوري په نښه کړای شول، چې په پایله کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ میله سلاح ترلاسه شوې ده.
د یاد وزارت د خبر پاڼې له مخې، چې د دغه عملیات پر مهال د کمانډو ځواکونو له لوري د وسله والو یو مرکز له منځه وړل شوی او دوه تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزات تېره ورځ هم په بلخ کې د ۹ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبر پانه کې ویلي وو، چې وړمه ورځ وسله وال طالبان ددې ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په اړوند خان اباد سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید د ترسره کولو پلان درلود.
د وزارت خبر پاڼې زیاتې کړې وه، چې دغه ډله وسله وال د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه کړای شوي وو، چې د هوایي قواوو په همکارۍ سره یې د عملیات په پایله کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي وو او ۴ نور ټپان شوي وو.
بل لورته وسله والو ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.