د ولسي جرګې غړي د باختر سرو زرو خزانه چې د هیواد اسعاري زیرمه یا مالي پشتوانه هم بلل کیږي د زیانمن کیدو له ګواښ سره مخ ده.
د ولسي جرګې غړي په دې اړه اندیښنه څرګندوي او یو باوري هیواد ته د امانت په توګه د لیږد غوښتنه یې کوي.
د ولسې جرګې یوې غړې نیلوفر ابراهیمي وویل چې د باختر خزانه له دیارلسو کلونو وروسته په داسې حال کې بیرته هیواد ته را لیږدول کیږي چې په ۱۳ هیوادونو کې نندارې ته وړاندې شوې او ۳۱۴ میلیونه افغانۍ ګټه هم کړې ده.
نوموړې وايي د حکومت په تړاو د بې باورۍ فضا ته په پام د باختر خزانې د برخلیک په تړاو اندیښمنه ده.
هغې د افغانستان بانک کې د کمرو بندیدو ته په اشارې اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې ددغې خزانې له را لیږدولو سره ارګ میشتو وښوده چې د هیواد له وضعیت څخه خبر نه دي او یا هم د باختر خزانې په تړاو شوم پلان لري.