د کرونا ویروس د ۳۷ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۳۷ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (27/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1073

د عامي روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي او ددغه ویروس ۳۷ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یاد ویروس څخه ۹۰ تنه بیرته رغیدلي هم دي.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر یاد ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۴ زره او ۸۹۱ تنو ته ورسیدل چې له دې ډلې دوه زره او ۳۹۸ تنه مړه شوي او ۴۷ زره او ۵۴۹ نور بیرته ترې رغیدلي دي.