د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې چاودنې شوي.

د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې چاودنې شوي.


  • 3 کاله دمخه (27/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1115

نن د کابل ښار په اړوند سیمو کې څلور چاودنې شوي دي، چې له امله یې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د راپورونو له مخې، چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند دسپیچري په سیمه کې د پولیسو پر یو رنجر موټر د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې وه، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه پولیس او یو تن ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

 

په ورته وخت کې له لومړۍ چاودنې وروسته دویمه چاودنه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د عامه ساتنې تصدۍ پر رنجر موټر شوې ده، چې په دغه پېښه کې د عامه ساتنې تصدۍ دوه تنه سرتېري وژلي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.

 

درېیمه چاودنه د کابل په شهر نو انصاري څلور لارې کې رامنځته شوې ده. د کابل د پولیسو په وینا، چې په دغې پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی، خو پولیسو زیاته کړې چې په دغه تړاو یې یو تن هم نیولی دی.

 

څلورمه چاودنه بیا هم نن له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په ګولایي دواخانه سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

 

امنیتي مسوؤلینو یادې پېښې تائید کړي دي.

 

تر دې مهاله د دې پېښو مسوؤلیت چا نه دی اخیستی. 

 

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاریان خپل هر سهار په دغه ډول چاودنو پیلوي، چې له دې سره ګڼ شمېر وګړي روان وضعیت سخت اندېښمن کړي دي او له امنیتي مسوؤلینو د امنیت په راوستو کې لا ډېره پاملرنه غواړي.