خلیلزاد باید د افغان سولې لپاره اساسي حل لاره ولټوي

خلیلزاد باید د افغان سولې لپاره اساسي حل لاره ولټوي


  • 3 کاله دمخه (28/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 925

خلیلزاد باید د افغان سولې مسئله حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، د خلیلزاد موده یې د افغان سولې پروسې د بنسټیز حل لپاره غځولې او ترې غوښتې یې دي، چې نور باید د افغان سولې پروسې لپاره اساسي حل لاره پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ هم په یوه غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه له سره غور کوي او په دغه هېواد کې ورته سوله مهمه ده، خو تېرې لاسته راوړنې هم له لاسه نشي ورکولای.

امریکا د خلیلزاد د ماموریت موده په داسې حال کې اوږدوي، چې لاهم په کور دننه پر خلیلزاد ګڼ شمیر شکونه او نیوکې دې، چې نوموړی د امریکا ګټو ته ژمن دی.