د طالبانو له زندانه د ۳۲ تنو را خوشې کول

د طالبانو له زندانه د ۳۲ تنو را خوشې کول


  • 3 کاله دمخه (28/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 942

د ۲۱۷ پامیر قول اردو وایي د ملي اردو کمانډو ځواکونو تیره شپه په بغلان ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه ۳۲ تنه را خوشې کړي.

د یادې قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په ډنډ شهاب الدین سیمه کې ترسره شوي او په وینا یې یادو بندیانو کې ۱۲ پوځیان او ۲۰ ملکي وګړي د طالبانو له زندان څخه را خوشې شوي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې ۳ وسله وال طالبان هم نیول شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.