په ټوله نړۍ کې د کووېډ ۱۹ ناروغان له ۱۰۱ میلیونه اوړي

په ټوله نړۍ کې د کووېډ ۱۹ ناروغان له ۱۰۱ میلیونه اوړي


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1188

د جان هاپکنز پوهنتون د وروستو څېړونو په اساس د امریکا په متحده ایالت کې د کووېډ ۱۹ د ناروغانو شمېر تر ۲۵ میلیونه د اوښتو په حال کې دی او له یادې ناروغۍ څخه بیا تر ۴۳۲ زره ډېرو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

 

کووېډ ۱۹ ناروغي د لومړۍ ځل لپاره د چین هېواد په اوهان ښار کې رامنځته شوه، چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېده او هلته د یې د ګڼو وګړو ژوند اخیستی دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې په کووېډ ۱۹ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۱ میلیونه د اوښتو په حال کې دی او تر دوه میلیونه ډېر کسان بیا له دغه ویروس څخه وژل شوي دي.