کندهار کې ۸۲ وسله والو طالبانو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې ۸۲ وسله والو طالبانو ته مرک ژوبله اوښتې ده.


  • 1 کال دمخه (29/01/2021)
  • خالد سهار
  • 617

د ملي دفاع وزارت وایي، چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت د ډنډ او ارغنداب ولسوالیو اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي دي.

 

دغه وزارت وایي، چې دیادو عملیاتو په پایله کې ۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

 

د وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د غو نښتو پر مهال د د وسله والو ۴ موټرونه، یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

 

د سرچینې په خبره، همدارنګه ۶۳ کړۍ ماینونه چې د وسله والو له لوري د دې ولایت په ژیړۍ، ارغنداب او میوند ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د تګ راتګ په موخه ایښودل شوي وو، چې د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی کړای شوي دي.

 

بل لورته وسله والو طالبانو د عملیاتو په تړاو کوم څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه ښکېل لوري یو بل او بل د تلفاتو اړول ادعاوې کوي.