عباس: اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی

عباس: اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1114

د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته د طالبانو پلاوي ویلي چې اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ دی او بین الافغاني خبرې نتیجې ته ونه رسیږي نوی اسلامي حکومت رامنځته کیږي او د اشرف غني حکومت له منځه ځي.

عباس وايي که اشرف غني استعفا ورکړي او سولې ته قرباني ورکړي موږ چمتو یوو له نوي حکومت سره په همدې تړاو خبرې وکړو.

هغه وویل د دوحې د هوکړې له مخې به نوی اسلامي حکومت جوړ شي او په اړه یې پریکړه کول په افغانانو پورې اړه لري.

نوموړی وایي د دولت مذاکراتي پلاوي ته صلاحیت نه دی ورکړل شوی او د طالبانو پر وړاندې عملیات زیات شوي.

په ورته مهال د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال وايي چې د ولسمشر غني کاري دوره اساسي قانون ټاکلې او ولسمشر د خپلې کاري دورې له بشپړیدو وروسته به واک هغه چاته وسپاري چې د خلکو په رایو انتخاب شوی وي.