د طالب مشکل له چا سره دی؟

د طالب مشکل له چا سره دی؟


  • 3 کاله دمخه (30/01/2021)
  • 1191

ويل يې نجيب دې استعفى ورکړي خو هغه استعفى ته مجبور شو استعفى يې ورکړه ، د قدرت خلا رامنځ ته شوه ، له دې وروسته په اردو ژبه نور فرمانونه هم راغلل مثلآ کابل دې وران شي ،مثلآ کندهار کې دې دهلي بند ونړيږي مثلآ د درونټې برښنا بند دې والوځول شي ، مثلآ  پاخه سړکونه دې قولبه شي ،مثلآ د اوخسو او جنګلک فابريکې دې ونړيږي او نساجي فابريکه کې دې روغه خښته نه پاتې کيږي ، مثلآ د بغلان د سميټو فابريکه دې چور شي ، مثلآ د بغلان د قندو فابريکې دستګاه دې قاچاق شي ، لوى لوى ارتباطي پلونه دې والوځول شي ، مثلآ لونا ميزايلونه دې سلامت راوسپارل شي ، طيارې خو هم زمونږ حق کيږي او ان د هوايي ميدان رادار هم ورسره راوړٸ .

خلاصه داچې دخلکو د کورونو قالينې،تلويزيون ،يخچال ،کوډبندونه او کمربندونه هم چور شول کابل په بل مخ واوښت د اوبو په ځاى په وينو پاک شو ، د نجيب د حکومت نښې او علايم پاتې نه شول څه وشو؟

مشکل حل شو؟

جديد اسلامي نظام راغى چې ميخکوبي ،رقص مرده ، انساني سپي ،پاټکونونه،اتيا کلنې ميرمنې باندې ډليز جنسي تيري ، دهلکانو ودول ، دهلکانو کډول او بچه بازي يې ارمغان او تحفه کې راوړل .

حتى د مجاهدينو کورنيو د نجيب په حکومت پسې حسرتونه وکړل .

دلته مشکل د نظام جوړولو سره روان دي .

محب الرحمن مالیار