ملي دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونو د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو پر مهال د طالبانو د ۳ قوماندانانو په ګډون ۳۴ وسله وال وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي چې ددغو عملیاتو پر مهال د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول عبدالولي چې په مجاهد مشهور دی، د سرې قطعې مرستیال عتیق الله په بلال مشهور او ددغې ډلې یو بل پیاوړی قوماندان عبدالخالق چې په حاجي اکا مشهور دی وژل شوي.
نوموړی وایي ددغو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې موټرونه او ۲۸ میله بیلابیل ډوله وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.