خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان له زندانونو څخه د ۹۸ افغان وګړو د را خوشې کولو خبر ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دغه کسان چې په جده ښار کې د افغانستان د کنسولګرۍ د هڅو په پایله کې د سعودي عربستان له زندانونو څخه خوشې شوي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د روان کال له زمري میاشتې راهیسې تر اوسه دوه زره او ۱۶۴ افغان وګړي د سعودي عربستان له زندانونو خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي.
تر دې وړاندې هم یو شمیر افغان وګړي د عربي متحده اماراتو له زندانونو څخه خوشې شوي وو.