ننګرهار کې موټربم چاودنې ۸ سرتیري ووژل

ننګرهار کې موټربم چاودنې ۸ سرتیري ووژل


  • 1 کال دمخه (30/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 623

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د عامه نظم پر یوه قطعه موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې د عامه نظم ۸ سرتیري وژل شوي.

چارواکي وایي په دغه چاودنه وسله والو طالبانو له ایم بي موټر څخه په استفادې چې څه موده وړاندې یې په جګړه کې نیولی وو ترسره کړې چې ۴ سرتیري پکې ټپيان شوي هم دي.

مسوولین وایي یو بل له چاودیدونکو توکو ډک مازادا موټر هم چې غوښتل یې پر یوې بلې پوستې چاودنه وکړي د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی.

ددغې موټر بم چاودنې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې تر ۵۰ پورې امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.