د کرونا ویروس د ۱۳ تازه پيښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۳ تازه پيښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (30/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1273

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې پر کرونا ویروس ۱۳ تنه اخته شوي او ۳ تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین دغه راز وايي چې په همدې موده کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې یوه پیښه هم نه ده ثبت شوې.

مسوولین وایي چې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر  ۵۵ زره او ۲۱ تنو ته رسېدلی  چې له ډې ډلې دوه زره او ۴۰۰ تنه مړه شوي او ۴۶ زره او ۶۰۹ تنه نور بیرته روغ شوي دي.