افغانستان له ازبکستان او پاکستان سره درې اړخيزه غونډه لري.

افغانستان له ازبکستان او پاکستان سره درې اړخيزه غونډه لري.


  • 3 کاله دمخه (31/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1173

 

تاشکند کې به افغانستان له ازبکستان او پاکستان د اقتصاد د ودې او د اړیکو د پراختيا په موخه غونډه ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د هېواد  دبهرنیو چارو وزیر تاشکند ته تللی او هلته به د د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ به درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.

باید یاده شي، چې په دې غونډه کې به ددرې واړو هېوادونو ترمنځ په شریکې همکارۍ، اقتصادي پراختیا او د سوداګرۍ پر ټرانزیټ خبرې وشي.

په دې وروستیو کې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نورو هېوادونو د ملاتړ لپاره د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

حنیف اتمر تر دې وړاندې سعودي عربستان په درې ورځني سفر تللی وو، چې د هغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره یې وکتل.