کندهار کې ۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې ۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


  • 3 کاله دمخه (31/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1092

د ملي دفاع وزات وایي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت ارغنداب ولسوالۍ په کوهک، جوی لاهور او دشت بولان سیمو کې غوښتل پر امنیتي ځواکونو برید ترسره کړي.

 

یاد وزارت وایي، چې دغه ډله وسله وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري وپېژندل شول، چې د هوایي قواوو په مرسته یې په پایله کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. 

 

د وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو یو ۸۲ توپ، یو موټر، یو شمېر وسلې او نور مهمات تخریب کړای شوي دي.

 

په ورته وخت کې دغه وزارت زیاته کړې، همدارنګه وسله والو طالبانو د دې ولایت ژېړۍ، ارغنداب او میوند ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په موخه ۳ کړۍ چاودېدونکي ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی کړای شوي دي.

 

بل لورته وسله والو طالبانو په دې تړوا څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې ښکېل لوري یو او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.