قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي چې ملا عبدالغني برادر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره لیدنه کړې او دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت، بین الافغاني خبرو، د دوحې تړون د بشپړ عملي کیدو او دغه راز افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت پر اړتیا خبرې کړي.
د ملا عبدالغني په مشرۍ د طالبانو پلاوی د روانې سلواغې میاشتې په ۷ نېټه ایران ته سفر وکړ چې ددغه سفر په لړ کې یې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي علي شمخاني سره هم لیدنه کړې.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د طالبانو دغو سفرونو او د سولې په اړه د یادې ډلې نه ژمنتیا او بې پروایي ته په اشارې د روانې جګړې د اوږدیدو او افغان وژنې لامل هم طالبان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عباس ستانکزي په مشرۍ هم د طالبانو یو بل پلاوی مسکو ته په سفر تللی او نوموړي په یوه خبري ناسته کې د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کړې چې دغه غوښتنه یې د افغان چارواکو او عامو افغانانو له جدي غبرګون سره مخ شوې.