امریکا له افغانستان خپل سرتیري نه کاږي

امریکا له افغانستان خپل سرتیري نه کاږي


  • 3 کاله دمخه (31/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1088

 

امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي.

رويټرز خبري اژانس وایي، امریکایي ځواکونه به په ټاکلې مودې له افغانستان ونه وځي.

تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي و، چې طالبان پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد بیا ویلي و، چې طالبان پخپلو ژمنو ولاړ دي او له امریکا هم د ژمنتیا هیله لري.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له امریکا غوښتي و، چې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي.

د امریکا نوي حکومت بیا له لومړي سره د طالبانو په نیت شک درلود او ددوحې د تړون د بیا ارزولو خبره یې کوله.

بل پلو مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشر عباس ستانکزي ویلي، چې که امریکا په خپل وخت له افغانستان ونه وځي مونږ به پرې بریدونه وکړو.