طالبان دې د خبرو له لارې حل ته ورسیږي

طالبان دې د خبرو له لارې حل ته ورسیږي


  • 3 کاله دمخه (01/02/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1070

طالبان دې د جګړو پر ځای د سولې له لارې حل ته ورسیږي.

ایران وایي، په افغانستان کې د یوې ټول شموله سولې ملاتړ کوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، طالبان دغه هېواد ته په خپل سفر کې هڅولي، ترڅو په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې د روانې جګړې حل ته ورسیږي او ویلي دي، چې ایران په افغانستان کې د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چې د ټولو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

نوموړي ویلي، چې طالبان دې نور د افغانانو سترې هیلې پوره کړی.

دی زیاتوي، چې افغانستان ته لسیزو جګړو خورا زیات مالي او ځاني زیانونه رسولی او نور باید ددغه هېواد خلک خوښي وويني.

د ملابرادر په مشری طالب پلاوی ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی مسکو ته په داسې حال کې سفرونه کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوي تېره ورځ وویل، که طالبان ژر خبرو ته ژر راستانه نه شول، نو دوی به کابل ته د بېرته راتګ تصمیم ونیسي.