سرچینې وایي، چې نن سهار د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د شهید څلور لارې په سیمه کې پر یو عراده لنډکروزر ډوله موټر د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې چاته زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د کابل پولیسو هم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په یاده چاودنه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
تر دې مهاله د دې پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلې.