هرات کې یوولس تنه وسله وال نیول شوي دي.
د هرات چارواکي وایي، چې ددې ولایت ملي امنیت ځواکونو یوولس تنه مخالفین چې په هدفي وژنوکې لاس درلود له پېژندنې وروسته نیولي دي.
د هرات چارواکو په یوه خپره کړې خبر پانه کې ویلي، چې یادو کسانو په نږدې راتلونکي کې د برید پلانونه درلودل او دغو کسانو پر خپلو جرمونو عتراف هم کړی دی.
تر دې مهاله وسله والو څه نه دي ویلي.