کابل کې پولیسو ۱۸ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

کابل کې پولیسو ۱۸ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.


  • 3 کاله دمخه (02/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1156

د کابل ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې کابل ولایت منسوبینو په ۴۸ ساعتونو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د جنایي جرمونو د ترسره کولو په تړاو نیولي دي.

 

د کابل پولیسو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د دغو کسانو سره ۶ میله سلاح، یو عراده موټر او دوه برچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.